

عبدالحمید مومند
درد د مینې کړم و مرګ ته قریب ورو ورو
له علاجه مې لاس و کېښ طبیب ورو ورو
پوکوي راباندې دم د مینې زر زر
چې کوي راته خبرې حبیب ورو ورو
لکه اور چې ایرې لاندې کاندي مړ شي
خاکسارۍ مې هسې ورک کړه رقیب ورو ورو
سپین په رنګ د آینې مخ يې صیقل شي
په ادب زما عاشق شه ادیب ورو ورو
وړی زړه په تلوار مه غواړه له ښکلیو
و وطن و ته رسېږي غریب ورو ورو
په یوه بوسه به زه څه صبوري کړم
چې اخیست شي له جهانه نصیب ورو ورو
لا هاله حمید کسکر په محبت و
فرښتو چې سازاوه په تربیت ورو ورو