...

عبدالحمید مومند

محبت موټی ایرې کړم د خوبانو

بیا یې وویشتم په مخ د رقیبانو

پرېوتلی کوټل نه شي په جګ ګاه کې

لوی امان دی غریبي د غریبانو

د جمله بلاوو سر تن اساني ده

خرڅاوه شي لټ غويی په قصابانو

فراغت د بېغمۍ په ملک کې نشته

څه امید د بېغمۍ کړئ طالبانو

چې هر چا ته لاس په سر ګرځي تعظیم کا

زه مین یم په دا خوی د مطربانو

د کوټه زرو تروټه په څښتن لګي

زده کوه خوش زباني له بد زبانو

د یوه سړي پانیات د بل خیات شي

وښوو ما و ته ادب بې ادبانو

هم هغو زده چې يې رنځ را باندې ایښی

نشته کار زما په داغ د طبیبانو

بیا به وشلوي خوناب د خوشګويۍ

که رفو کا حمید زخم د لبانو