...

عبدالحمید مومند

وایه ځای شه د رقیب زېر و زمین

خدای دې هسې کا په دا دعا آمین

ځکه نقش د رقیب په عاشق کېناست

چې يې واخیست مختوری لکه نګین

هیڅ يې نشته وزګاري د یار له غمه

ځکه نه شي له عشاقو کار د دین

چې د عشق په مذبذب مذهب عمل کا

په ځای نه وي د هغو دین و آین

که ته غواړې ملاقات د سروو قدو

د چنبېل په څېر سرکوزی شه کمین

ورته مه ګوره هرګز په سپکه سترګه

نوخطان دي خرقه پوش بالا نشین

تر تور خط لاندې يې زنه هسې زېب کا

لکه ټولې شي مچۍ په انګبین

دا همه واړه د تورو سترګو تور دي

چې مدام مې اړوي په تور و سپین

د فلک په کهکشان يې نظر نه وي

چې د ناز په توسن باندې کاندي زین

هی توبه شه د حمید له خودبینۍ

ښه دی ړوند په دواړو سترګو نه خودبین