

عبدالحمید مومند
زه په مخ د هغه یار هسې مفتون یم
چې له عقله بېګانه ګرځم مجنون یم
د جهان په سود و زیان مې نظر نه دی
بې له یاره له همه جهانه ستون یم
که مې زړه شګاف شګاف شه باک يې نشته
شانه طوره د زلفینو په شېخون یم
چې هر دم راته خبرې د قصاص شي
نه پوهېږم بدنام شوی په کوم خون یم
چې د سپي قدر پرې شته او زما نشته
معلومېږي چې تر سپي لا هم زبون یم
ځان به مړم د عشق په جهل کړم ناصحه
وا به نه وړم زه حمید هسې پښتون یم