

عبدالحمید مومند
چې ناظر د ساده رویو په رخسار شم
په دا شمع پروانه غوندې نثار شم
که هر څو په صبر زړه ټولوم نه شي
بې اختیاره لکه موم ویلې په نار شم
غونچه خوله چې په خبرو راته وا کا
د نرګس په څير کوز ګورم شرمسار شم
دم قدم یې په پېیل د زړه د درو
د راستۍ په ستن وهلی نری تار شم
چې يې شونډې تبسم تازه نګار کا
باندې زه لکه سپند سوو ته تیار شم
ځان جهان مې هسې هیر لکه هیر خوب شي
د خندا په صبحدم چې يې بیدار شم
د ګلرخو پابوسي پرېښودی نه شم
که را کېښ لکه نسیم په خنډو خار شم
لا مې ځای نه شي د ترکو په جرګه کې
که د عشق ټېکه وهلی زنار دار شم
که مې وشي ملاقات له هغه یاره
هغه دم به له هر غمه برقرار شم
لکه لعل آب و تاب له ایرو مومم
که هر څو په عاشقۍ کې خوار و زار شم
ومې باسي د سکون له دیندارییۍ
چې بندي د تورو زلفو په کفار شم
لا مې نه ګڼي صادق په عاشقۍ کې
که منصور غوندې په دارو په سنګسار شم
لا يې وګڼي غبار له بې رحمۍ
که هر څو په دواړو سترګو جویبار شم
نه به تو، باندې پېښه نه به چغ کا
که هر څو یې زه حمید سپی د دربار شم
چې نا اهلو ته د اهل وینا وایم
زه حمید به د منصور په دود په دار شم