

عبدالحمید مومند
که منصور غوندې په دار و په سنګسار شم
نشته دا چې ستا له مینې توبه ګار شم
څو مې شته د عشق خواري هومره ښادي ده
که مې ورکه دا خواري شوه نور به خوار شم
هیڅ له زهده راته مه وایه ناصحه
دا وزګارې به هاله کړم چې روزګار شم
د خسڼي په څېر سپک ښه یم بې قدره
خدای مې مه کړه هسې دروند چې په چا بار شم
که مې قد د سروې قد راشي په خوا کې
د چمبېل په دود به سل ځله ترې ځار شم
دلالۍ ته مې یوسف تر خوا شا کېږي
په بازار چې يې د حسن خریدار شم
چې خطا خطا ویشته يې رسا لګي
حق حیران د جادو چشمو په ګوزار شم
هر سړی دغه ارزو کا باري نه شي
که حمید غوندې اوڅار په ښه ګفتار شم