

عبدالحمید مومند
بندېوان د یار د زلفو په ځیل ښه یم
د اسلامه هندو بارو ته ايل ښه یم
که هر څو مې ابرويي ځنې چوڼېږي
د مژګانو په شتو يې غلبېل ښه یم
چې میرڅي د یار د عشق شوه را په غاړه
د زارۍ توره تر غاړه امېل ښه یم
که مې خلق لوټېری د دیدن بولي
اورنګ مه شمه هیڅکله، ذلیل ښه یم
چې مې بده تازګي د ځان په ځان شوه
زېړه پاڼه د ښه مخ په سهیل ښه یم
د نرګس په څېر مې خدای مه کړه خودبینه
ځار و ځار تر سروې قده چنبېل ښه یم
چې د عشق له حقه دینه مې جار باسي
له ناصحه سره نښتی په ویل ښه یم
چې ډېوه شوه د مجلس راباندې بله
زه حمید تر ګاڼۍ ووتم تېل ښه یم