...

عبدالحمید مومند

چې په خیال ستا د سرو شونډو نسکور پروت یم

د ابرو غوندې سپک شوی په اور پروت یم

راله را همسا د قد د زړه په لاس کې

په کوڅه کې ستا د زلفو شب کور پروت یم

زه که کک وای د پيغور باد به وم وړی

ولې خاورې یم په در ستا په زور پروت یم

له غرمه، ساړه د اوړي، ژمي خلاص  یم

بر بنډ تن  یبلې پښې چې سرتور  پروت یم

چې په خوله  د عشق له راز ده ژبه ګونګه

اوسېدو له په هر ځای لکه شور پروت یم

له خوښۍ مې د بهار پوښتي څوک  څله

بې  نسیمه چې لاله غوندې خور پروت  یم

بدنامۍ د عشق مشهور په درست جهان کړم

که رنځور غوندې دننه په کور پروت یم

لږ و ډېر په دا خبره حمید یوه کړه

چې د عشق د غم فقیر به څو نور پروت یم