

عبدالحمید مومند
زه د ستا هسې بې پته اشنا نه یم
چې مین به تر خپل ځان هم پر تا نه یم
که له تا مې په وینا بیایي جنت ته
قبلوونې د ناصح د وینا نه یم
مرور یم هومره زه له خپله بخته
څو له تا سره دلبره پخلا نه یم
د سولۍ په سر ژوندون څه ژوندون نه دی
که بې تا په دم ژوندی یم ګویا نه یم
ما ته څه وايي خپل شست پوښته ویشتونیه
چې ویشتلی دې رسا که رسا نه یم
چې جواب راته رقیب د ستا د خولې کا
په ګوزار د تورو خوښ یم، په دا نه یم
را پسې توره بلا که ځنې مرمه
راضي مند د ستا د درد دوا نه یم
بې د ستا د محبت باور کښتیه
زه د بل روزګار دپاره پیدا نه یم
هغه ورځ دې ما حمید باندې ماښام شي
چې و تا ته پکې سر په دعا نه یم