

عبدالحمید مومند
ټول دې مه شه په زرګونو زر وسیم
چې ته یو کیکوړی خورې پکې یا نیم
تش په توره، لکه مار په پردو زرو
پېچ و تاب خورې نر ناحق شوم ولئیم
د هغه لستوڼي لاس ید بیضا وي
چې پرې وچې کاندي اوښې د یتیم
دوست په دوست د دې دنیا که هسې چارې
چې يې نه کا هیڅ غلیم په بل غلیم
تر ناداره درانده سړی حریص وي
اور د خس په قدر زور کاله قدیم
تر ګدایه سر درد د بادشاه ډېر وي
هغه غم کا د ګلیم، دا د اقلیم
نس په بدو درته پند کا، زه په نېکو
د قارون په نغوته ځي که د کلیم
وړاندې ستا رضا نېکي کړې که بدي کړې
دغه لاره ده د جنت، دا د جحیم
چې غونچه يې د حمید د خاطر وا کړه
پرې له کومه لوریه والوت دا نسیم