

عبدالحمید مومند
بې پروا له دولتمنو په افلاس شوم
لکه سروې سربلند په خالي لاس شوم
سرکوزي د عاجزۍ را څخه نه ځي
که اسمان غوندې د خلقو په سر پاس شوم
له ابرو مې صفايي حاصله کېږي
چې په شان د آيینې قدر شناس شوم
له داړلو مې دې وېره هیڅوک نه کا
د آزار داړې مې وختې کنډاس شوم
د کینې د وږي سود را باندې نه شي
له تسلیمه بې طعامه زري طاس شوم
د اخلاص متاع مې ټوله یار ته ورکړه
له عالمه سره ځکه په لباس شوم
په قوت د یار د درد ګدايۍ
د اورنګ بادشاه تر تخت لاندې مواس شوم
چې مې مات د دُر په څېر د تن صدف کا
هاله پورته شوم له خاورو لاس په لاس شوم
د خود بین د علتمن نبض دپاره
زه حمید په ژبه تېز لکه الماس شوم