

عبدالحمید مومند
چې زه ستا په فراق وینې تویوم
د ماهي په څېر ځان تېل کې تلوم
څه ښه ووايي ناصح چې مینه مه کړه
رنګ و بوی د ګل به څه رنګ بېلوم
چې په صبر سره زړه له ښکلیو نیسم
د لرګي په پاکۍ ږیره کلوم
د غم شپه مې بې ډېوې خدای هډو مه کړه
هر ماښام شمع د داغ زه بلوم
د سپوږمۍ د ډېوې کله پتنګان شته
زه به څرنګه ستا شونډې ښکلوم
زړه روپۍ غوندې د عشق صراف سوراخ کړي
په بازار د عشق يې ځکه چلوم
که لیده مې د یار رخ په څنګ کې ځانته
کله اړ زه د رقیب په ډله وم
چې خبر د وصال ته راوړې قاصده!
زه حمید به مړ له غمه کله وم