

عبدالحمید مومند
چې په بخت پسې د عقل په پښتو ځغلم
د مېږي په قدمونو جهان پلم
څه به رسم د یقین خانه کعبې ته
ځای په ځای چې د ګومان په کاڼو نښلم
په تدبیر سره تقدیر کله تغییر خوري
چې دا فکر کړم اسمان په غونډو ولم
نه يې زید په ما، نه یې عمرو
زه پخپله
پخپل ځان کړم جور و ظلم
چې په مادي هم له مادي همه واړه
زه يې نه ګڼم له بله پخپل علم
چې په دام د زمانې خاندم خوښېږم
د سېلاب په مخ کې مېنه نیسم ملم
چې بې خدایه شوه اوږده، راڅخه ښايي
چې په ورځ دا هسې ږیره سکولم
شفقت د مور و پلار نه و شدت و
چې يې غم لره د هجر لویولم
د دنیا د اهل ناست ورک شه حمیده!
دې وزګارو له روزګاره و وېستلم