...

عبدالحمید مومند

که هزار ځله په صبر و په سکون شم

خو چې یار په سترګو ووینم مفتون شم

نیم جواب نه شم د ترکو ورکولی

که په عقل ارسطو یا افلاطون شم

ځغلوي راپسې یار ځنځير د زلفو

چې د عشق په صحرا سر لکه مجنون شم

د مهرویو خوا به نه کړم له خوا لرې

که هر څو لکه فلک سر و زنګون شم

چې مې قد د الف قد د لاس همسا شه

سم قامت ولاړ له ذوقه لکه نون شم

سهیدي په یوه ځای نه شم له غمه

دا چې زه کله درون، کله بېرون شم

چې یې دم له غمه نه خېژي په عشق کې

حق حیران د عاشقانو په ژوندون شم

د نرګس په څېر له مخه د ګلرخو

سترګې کوزې کړم، له شرمه سر نګون شم

چې د عشق په جهل ځان وژني و ګړي

کشکې زه عبدالحمید هغه پښتون شم