...

عبدالحمید مومند

چې مینه کې حیران دی نه دی ګرم

د اسمان زمکې تر میان دی نه دی ګرم

د مهجور د نارو و یار دې هیڅوک نه کا

پرېوتلی پرې اسمان دی نه دی ګرم

که سینه وهې، که سر، که ژاړي ویني

چې خوږ شوی په هجران دی نه دی ګرم

که په یار پسې څوک بې دین و ایمان شي

یار د یار دین و ایمان دی نه دی ګرم

که اسمان د مهجورانو په هسې ژاړي

چې دا هی د چا په ځان دی نه دی ګرم

که عاشق څخه آرام و قرار نشته

قراري په اور کې ګران دی نه دی ګرم

که ناصح ګرانې د عشق ګڼي اسانې

اموخته اسان اسان دی نه دی ګرم

چې بوسه غواړي له مخه د ګلرخو

که شبنم غوندې ګریان دی نه دی ګرم

که حمید د زنخدان له غمه ژاړي

په کوهي کې اوېزان  دی نه دی ګرم