

عبدالحمید مومند
څه له کا د حسن لاف صاحب جمال
خود به شي انګشت نمای لکه هلال
که يې سل ځله څوک لعل لعل بولي
په ستایل به لعل نه شي کوتي لال
چې د ترکو و جمال ته څوک هوس کا
د مېږي په څېر کړي مرګ ته پر و بال
لکه لويې کا هلک په خاورو خټو
هسې لويې کا عاشق په سر و مال
خودي لېرې کړه له زړه که عاشقي کړې
نشته بې له دې زواله بل کمال
دین مذهب د محبت سراسر حال دی
دلته نشته هیڅ حاجت د قیل و قال
دا په وچولي تور حال زما د یار دی
که اذان لره ختلی دی بلال
د خودبین سړي له ډېرې پاسلونې
خوله په لوږه چینګه ښه ده نه په سوال
د حمید د نېستۍ و یار مه کړه زرداره
ور به نه کا دا شړۍ په دغه شال