...

عبدالحمید مومند

څو ځلې مې درته څیرې کړ ګرېوان خپل

وا دې نړول له ما نه رقیبان خپل

بې له دې چې راته تا کا په ښکنځلو

نور مې هیڅ نه شوه په کار ځار و قربان خپل

ووړکي نه بازي دا رنګ کاڼي کودړې

لکه زه بازم په تا دین و ایمان خپل

چې مې زړه ور کاوه تا غوندې ناترس له

خود مې ورکړ د بلا په خوله کې ځان خپل

د وفا مال و متاع پکې هیڅ نشته

تش په توره ګرموي ښکلي د کان خپل

چې په سر و په سامان راشم د ترکو

راته هیڅ شي د پرهېز سرو سامان خپل

که د صبر سل کلا تر ځان چاپېر کړم

د ښه مخ له تاخته نه وینم امان خپل

چې په تور د عاشقۍ ورځې حمیده!

ګڼه سود نا کرده دغه تاوان خپل