...

عبدالحمید مومند

ستا د شونډو په څېر کله دی د ګلو رنګ

دا جلوه کاندي یو رنګ هغه بل، بل رنګ

تا مې رنګ هسې له صبره سره وران کا

لکه وران له پښتنو وي د مغل رنګ

لکه ته ګورې خپل رنګ په آیینه کې

هسې رنګ زما له حاله پوښته خپل رنګ

یار د یار له درد وغمه دلګیر بویه

بد شي سم سره د ګل و د بلبل رنګ

نوی سر به لکه شمع درته نیسم

که ښه کېږي ستا، زما په قتلول رنګ

هسې زړه زما وکاږې له ګوګله

لکه اخلي له نکریزو په منګول رنګ

که هر څو شه پېچ و تاب له ډېره رشکه

ستا د زلفو په څېر نه شه د سنبل رنګ

دغه خپل خونخواره لب پوښته دلبره

چې تغییر دی د حمید په څه کبل رنګ