

عبدالحمید مومند
چې له غمه دې د ورځې ښخوم په سینه نوک
هر پرهر د نوک هلال شي په سینه زما ملوک
هر چې خوب لکه غونچه کا په طلب د ګل اندامو
په پېغور د هغو سترګې شبنم وکاږي په نوک
هر قدم چې ږدم بې یاره د چمن په خیابانونو
لور د لوره د ښاخ د ګلو راته ځان ګواښي په سوک
لکه ګل د باد له مخه پاڼې پاڼې تار په تار شي
آه فریاد مې خاطر هسې پړوکی پړوکی کا ټوک ټوک
لکه ګل څوک خفه کېږي بوی یې لا پسې زیاتېږي
هسې رنګ لا غلبه شي په زغمل د مینې دوک
ته چې ما و ته ناصحه پند د صبر و د سکون کړې
کله شي له لېونیو کار د عقل په سلوک
دا په خیال د سروې قدو په نارو سره حمید شو
که قمري په سر د سروې فریادونه کافوک فوک