

عبدالحمید مومند
په دوستۍ کې سره وینم میرڅمن خلق
ځکه بایلود راستۍ وطن خلق
ما ته زهر په شکرو کې ښکارېږي
دا تر شهدو تر شکرو مین خلق
په مجلس ورسره هیچېرې کښېمنې
دا بې زیانه بې نقصانه غمجن خلق
روښنایي د چا د مخ وي کله خوښه
د انصاف په تورو سترګو لېچن خلق
تر یوې رتۍ حیا ځار و قربان شه
د شوخۍ د بې شرمۍ من من خلق
نا پکار بې مغزه پوست دی په معنی کې
په نسبت د وړاندې خلقو اوسن خلق
په محنت سره تڼاکې لاس پمن دي
څه په لعلو پسې مږي پمن خلق
له نا اهلو د زړه راز ساتلی بویه
د چمن ته پرېښو نه شي چمن خلق
کمینۍ هسې کمند و حمید ورکړ
چې کېباسي پکې غاړې دښمن خلق
روغو څه زده د حمید د زړه له درده
د دردمن په حال پوهېږي دردمن خلق