

عبدالحمید مومند
ونیو مه شه په دوستۍ د
دنیا خلق
دا بې شرمه بې حیا، بې وفا خلق
لکه سپي چې په مرداره سره جنګ کا
هسې جنګ کا په دنیا بې حیا خلق
نه پوښتنه سره کا نه مخ کتنه
شا په شا تېرېږي آشنا خلق
ستغ ستغ خلق بې مزې دی پاتو شوي
زمانې تر ستوني
تېر کړه حلوا خلق
په یوه به دې هم سترګې خوږې نه شي
که نظر کړې د دې دور په دا خلق
چې يې لاس له خیره وخاته یکلخته
څه به نه وي آلوده په بلا خلق
لکه قند هسې دروغ ورته خواږه شو
لکه زهر هسې توکړه رښتیا خلق
په پرده کې به دې پرې نږدي حمیده!
چې دې لوی په زمانه شوه رسوا خلق