

عبدالحمید مومند
چې شهره شو ستا په مخ باندې زما عشق
مسخره شو د مجنون و د لیلی عشق
چې مجنون ځنې په قبر کې هیبت خوري
ګومارلې ده په ما هسې بلا عشق
که په هره سا يې سر ځي، کله شمع
ځان دې هیڅوک معذور نه ګڼي په دا عشق
وېرژلیو ته په لاس چنګ و رباب کا
چې یې کېنوي په غولي باندې ورا عشق
اور په لوبو لګوي په رښتیا لګي
ژړولي دي ډېر خلق په خندا عشق
دلالان د عقل پاتو شي بې دخله
چې په سر يې خود آغازه کا سودا عشق
لکه اور په وچ واښه باندې څوک بل کا
هسې کار کاندي په زهدو په تقوی عشق
بیا يې نه مونده خندا د ګلرخانو
که شبنم غوندې حمید کا په ژړا عشق