

عبدالحمید مومند
څوک دې نه ګڼي په عشق کې ما خفیف
په خیرن نمري غانده نه شي شریف
ناخبر مې د حال ویاړ کا خبر نه دي
چې بهار لري زما، خزان خریف
هر ناپاک د ځان پاکي راباندې کاندي
د اوبو په شان کړم عشق نرم لطیف
محبت د جولا جال راته ځنځیر کړ
بالا دست دی هر ضعیف په ما ضفیف
د لويۍ چارې زاهده په ما نه شي
راته مه کوه ناصحه دا تکلیف
تسلسل به مې د مینې باطل نه کړې
په دا باب که کتابونه کړې تصنیف
دا په ګورو سبا ورځ چا لره ښه شي
ځان ته زه ګناهګار وایم ته عفیف
کمپنۍ کبریا یار اکړ په خوا کې
که بادشاه راووړ ګدای لره تشریف
اوس د فکر توره واچوه حمیده!
چې دې نشته په پښتو کې څوک حریف