

عبدالحمید مومند
څو خودي کړي خود دماغ
څو مې سېځي داغ په داغ
څو زما له درد و داغه
غواړي زړه لره فراغ
د دوستۍ له ورکه دوده
هیڅ رانه ښيي سراغ
تر پتنګ پخوا و اور ته
خپسر سېځم په څراغ
ته په جوی زما د اوښو
تازه کېږې لکه باغ
بلبل زړه مې ستا په باغ کې
قدر نه لري د زاغ
د حمید فکر به میر شي
لکه عطر په دماغ