

عبدالحمید مومند
آب و تاب زما د داغ
کوز کړ نمر څخه دماغ
ستا د مخ له خجالته
مخ دېوال ته وینو باغ
ورک کړ ستا پرېشانو زلفو
فرښتو څخه دماغ
له غماز سره خبرې
ولې شهد خورې په داغ
ستا تر مخ پورې نور ښکلي
شو و تر نمر پورې څراغ
کا زما سوي آهونه
د دوزخ د اور سراغ
وچ ګوګل لانده لېمه دي
د غمونو باغ و راغ
د حمید شعر شېرین شه
د خوبانو په دماغ