

عبدالحمید مومند
چې سړی کا له سړي د دنیا طمع
سړیتوب به يې سپيتوب شي په دا طمع
د هغو د حیا پښه مدام ښويېږي
چې يې واخیسته د نس په هوا طمع
د دانې طمع بندي آزاد مرغه کا
ژر به ستا په ځان بلا شي د ستا طمع
له هغو ترخه ویل شي د حق پاتې
چې يې خوله کاندي خوږه د حلوا طمع
ژر يې رنګ د اشنايۍ سره وران شي
چې يې پيدا شي د آشنا له اشنا طمع
د اوبو څاڅکی به يې دُر شي په سینه کې
خو چې پرې کاندي صدف له دریا طمع
د شاهۍ د ګدايۍ تفاوت ورک شي
چې پوره نه کا بادشاه د ګدا طمع
هیڅ علاج مې د جهان په حکمت نه شي
چې مې سازه په وجود کا بلا طمع
پرېږده پرېږده که په قطع مور و پلار وي
د هیچا و چا ته مه شه پیدا طمع
چې يې سپک کړه یو تر بل پورې حمیده!
نور څه نه ده هغه ده د دنیا طمع
له دغې طمعې طاعون ښه دی حمیده!
چې کوي د نس دپاره د چا طمع