

عبدالحمید مومند
چې مې ولیده په مخ د دل آرام خط
بیاموند نور د آزادۍ ما غلام خط
خلاص مرغه د دام په دام کله ویسا کا
په نیوه زما ناحق غوړوي دام خط
په لمبه يې د رخسار وسه ایرې شه
چې يې کېښود په فراش د حسن ګام خط
د اشنا د مخ د خط هیبت مې وخوړ
چې مې ولید په شرابو کې د جام خط
خط دې زېب د زلفو هسې پژمرده کا
لکه راشي په کفارو د اسلام خط
د پسرلي اوريځې نه وي بې بارانه
په رښتیا کا د بوسې زېری پیغام خط
د بوسې د رمې ونه پييه تیاره شوه
صبحدم د یار د مخ که راته شام خط
د صحرا د هوسۍ آرام په مېږتون کا
ورکوي شو ریده دل لره آرام خط
دلداري د یار په کار تر خط پخوا ده
څه په کار که يې دلدار کا په ناکام خط
لکه نه بې دوده اور یې اوره دود شي
هسې راکړ له خوبانو انتقام خط
پرېکوي يې هومره زړه له ذوق و شوقه
څو کوي د یار په مخ کې انتقام خط
زمانه به د هر ښکلي بازار سوړ کا
ما ته ژبه کا حمید ته دا کلام خط