...

عبدالحمید مومند

هر باغي بوزي بنده کاندي اخلاص

هر بې شرم شرمنده کاندي اخلاص

آب و تاب يې عالمګیر لکه آفتاب شي

هر جبین چې تابنده کاندي اخلاص

هیڅ پروا يې د حیوان په اوبو نه شي

هغه ژوی چې زنده کاندي اخلاص

که یې پښو لره رانغی زه ضامن یم

که څوک ډېر له درنده کاندي اخلاص

هیڅ مقراض يې غوڅولی په خوله نه شي

هر پیوند چې پاینده کاندي اخلاص

لکه نمر په جهان وخېژي رڼا شي

دم قدم نماینده کاندي اخلاص

شګفته کا شګوفه په څېر د صبح

چې موسکۍ خوله په خنده کاندي اخلاص

هغه کار چې سحرګر کاندي په سحر

تر هغه يې څو چنده کاندي اخلاص

سم دلاسه زوړ کافر د سلو کالو

و اسلام ته خواهنده کاندي اخلاص

د نفاق له اهله ځان ژغوره حمیده!

په لباس به دې ګنده کاندي اخلاص