

عبدالحمید مومند
لیکه د تور خط د یار له مخ شوه راچاپېر
ښهر د اسلام کړ غلبې د کفر ګیر
ونړاوه سد د سکندر ځوځو ماځوځو
یا دیار له مخه خال وخط شه را برسېر
څه نشو نما به کا زما د امید زړی
ګرځي مې په سر د غم غوبلو نه ګېر و پېر
ساه مې تېروبېر شي نه په ښکته ځي نه پورته
لږ چې له یادو د یار یاد شي تېر وبېر
نه مې راځي هیڅ ځان و جهان په یادو هېر کې
هسې غلبه کړ غم د هجر په ما ډېر
هسې راته تریخ کړ شیرین عمر جدایۍ
هر نفس چې نغرم ګویا خورم زهرو ګنډهېر
ګرم نه دی که خیر و ځان وژلو ته مهجهور شي
لږ عمر ژوندون کاندي خواري په سړي ډېر
وخاته فوجونه مې په سر د جدايۍ
لور په لور هم دا غږ و اواز دی چې پېر پېر
ورک به مې د مینې سردرد نه شي حمیده!
ولي چې تړلی سره وايي سرو سېر