

عبدالحمید مومند
که دې سر په عشق کې لاړ، مه شه زهیره
دا نمړۍ ده وظیفه د دې فقیر
ما ته طمعې د وصال وېرې د هجر
په یوه غولي کړه پېښ سندرې ویر
دلداده لره د عشق په طریقت کې
لېونتوب دی واقعي پير دستګیر
ما هم زده چې عاشقي توره بلا ده
بارې تېر له دې تدبیره کړم تقدیر
چې په عشق کې بې تدبیره بل تدبیر
په هغو سترګو کې خیال د ترکو بند شي
انتظار چې يې حلقې کا د خنځير
ډېر يې ویار زما د کار کاوه ښه وشوه
چې زاهد په خېل د زلفو شه اسیر
خدای دې وازمېینه په حال زما ناصحه
چې منډې په سترګو ګوتې د بصیر
د پرهېز په سترګو بد ځکه حمید شه
چې کاته يې ساده روبو ته ځير ځیر