

عبدالحمید مومند
په نظر چې مې دې وکوټه د دل سر
اوس تبه په ښو خبرو د ګایل سر
لږ لږ مهر دې تمام بې دل و جان کړم
نری اور د کنارې شه په ځنګل سر
څه د سر وهلو وېره ښیي ما ته
لکه شمع تازه کېږم په بل بل سر
راکوي مبارکي فرښتګانې
هغه وخت چې راته یار شي په ښکنځل سر
سر درد مې د جنت د غوښتو ورک شي
چې ناڅاپه چېرې شم ستا په بورجل سر
خال وخط دې هسې چارې په مخ وکړې
لکه ګل شي د هاتیانو په غوبل سر
دلته کار د افلاطون د تدبیر نشته
کاروبار کېږي د عشق واړه په خپل سر
چې د وصل په عوض کې نه قبلېږي
حمید څه کاندي دا هسې نا قابل سر