...

عبدالحمید مومند

تورو زلفو مې خاطر کړ تار په تار

نه یې مومم که يې غواړم تار په تار

لکه سیل چې رژوي کمر د شکو

نړوي مې هسې مینه وار په وار

له خوارۍ د یار په خط زړه ښه کومه

د غریب له پښو وکښ شي خار په خار

زه  بری په درد و غم غواړم وصال ته

دا دستور دی چې مونده شي لار په لار

دا دروغ دي چې په وصل کې ښادي ده

بلاوه شي لګولی نار په نار

هیڅ زباد نه د عاشق په معشوق نشته

شمېره نه شي د مریونو کار په کار

مړاوی رنګ زما پوښته له مړاوو سترګو

دا چې وي خبرداری د خوار په خوار

تل حمید په دا وینا ستایه مطربه!

چې دې و، د عاشقۍ په چار ناچار

لویاوه يې پټکو لره د ښکلیو

چې ساته عبدالحمید شه په ځار په ځار