...

عبدالحمید مومند

که هر څومې لکه ووړکی د پرهېز په اورڼي بليښ

تپنده زړه راڅخه ترکو عاقبت ځان ته راکېښ

هیڅ مې زړه له ساده رویو نه شه تور، که مې سل ځله

په سینه پورې په ځله د مکې اطلس و ميښ

هر څو غشي چې نګار دي په سینه زما ویشتلي

دا پرهار مې په خوله هر یو د ګني په څير وزبېښ

چې سېلاب زما د اوښو پرې سیده کړ د یار مینې

نور مې ژر د زړه له سرایه په سکون کاروان ولېښ

که مې یو ځله په خوب کې تللی یار ولید په سترګو

تر قیامته مې خدای مه کړه له هغه خوبه نور وېښ

یار له یاره سره کاندي رابطه د اخلاص پټه

بېګانه وو سره کېږي په څرګنده ګواښ ګېښ

خو چې عشق په زړه مېشته کا عقل درومي ځان ګوښه کا

هم په دا چې د هاتیانو تر میان څوک کاندي کښ کېښ

اوس يې مه غنده نګارې لېونۍ بې قیده چارې

چې دم جام د عشق د میو هسې پر په حمید څېښ