...

عبدالحمید مومند

آهو چشمو چې يې زړه په آفسون وکېښ

هغو سر له ودانۍ په هامون وکېښ

انتظار يې د نرګس ګونه کړه زېړه

سروې سر پسې له باغه بېرون وکېښ

دا يې ښاخ له ګل سره په تلوار پرې کړ

که له زړه سره مې ترکو لړمون وکېښ

په هغو د هوس ووړکی ټولون  نه کا

چې له غاړې يې ځنځير د جنون وکېښ

بېهوده يې صبحدم بولي وګړي

دغه آه زما له غمه ګردون وکېښ

چې يې و کېښ ښخ توبری د یار له لاسه

ساده دل د امید زړی زرغون وکېښ

دا په اور باندې زږا د کباب خېژي

که فریاد د یار له غمه محزون وکېښ

دا په مهر مسیده که د یار شونډې

که يې تېغ د ناحقۍ د خون  وکېښ

و آسمان ته به د شعر زینې کښېږدي

که حمید د غم له سره زنګون وکېښ