

عبدالحمید مومند
بیا د مینې نوی خیال شه راته پېښ
تاخت و باخت په سر ومال شه راته پېښ
چې میرڅمن ورځنې تښتي په میرڅۍ کې
په دوستۍ کې هسې حال شه راته پېښ
بې مهري به د یار څه راسره وکا
چې له مهره يې جنجال شه راته پېښ
په یوه سودا يې نه یم سودمن کړی
محبت ساده دلال شه راته پېښ
هره ورځ مې په پالنګ باندې حاضرېږي
چې یې خیال د خط
وخال شه راته پېښ
چې مې پان غوندې لړمون په وینو ډک شه
د سرو شونډو انفعال شه راته پېښ
له ناصحه به يې انګېرم په قطع
که د صبر څه وبال شه راته پېښ
سور چندړ بویه د حال عبدالحمیده!
سر درد د قیل و قال شه راته پېښ