...

ذاکر حماس

ښکلیه عشق په ځان کې حل کړه، که کېدای شي

ځان زما له لوري ښکل کړه، که کېدای شي

شي دې هر موسم فطرته نظر، مړاوی

په دوو سترګو کې مې ګل کړه، که کېدای شي

ما له تلونکو سره ګام پر ګام روان کړه 

ما ترې پاتې پل په پل کړه، که کېدای شي  

زه په هر حد کې بېحده پرېشان شوم

هر منزل راته مزل کړه، که کېدای شي

لاړې، زړه او ذهن خپلو تیارو یوړل 

راشه یو له بل یې بل کړه، که کېدای شي

سل اوربله اضطراب درسره مل کړه 

بیا تخلیق ترې یو غزل کړه، که کېدای شي

ممکنات، ناممکنات نشول حماسه 

بدل شوی ځان بدل کړه، که کېدای شي