فرید باراني
شهید فرید باراني د هېواد په پښتو او دري شعر کې هغه مطرحه ادبي څېره ده چې نوم به یې د کړو خدمتونو او اثارو له برکته تلپاتې او تازه وي. نوموړی یو داسې انسان و چې په خپل لنډکي عمر یعنې اووه ویشتو کلونو کې یې پښتو او دري ادب ته د خپل شعر له لارې ډېر څه ورکړل. یوه انساني او بشري جذبه او مفکوره یې د خپل عمر تر وروستیو شېبو پورې په مینه او درنښت وپالـله. دی ځوان او باغي شاعر و چې جرمني کې څو ادب ضدو او انسان ضدو وګړو شهید کړ. چې لا ژوندی و، په یو ځای کې یې خپل ځان استاذ اصف بهاند ته داسې ورپېژندلی و: «زما نوم فرید دی، باراني تخلص کوم، زما نیکه تقریبا ی۷۰ کاله وړاندې د لوګر له زرغون ښار نه د بادغیس مرغاب ولسوالۍ ته کډه شوی وو. همالته پیدا شوی یم او تقریبا ۱۳ کاله مې هلته ژوند کړی دی وروسته هرات ته راغلي یو او اوس ۱۲ کاله کیږي چې په هرات کې میشت یو. مور مې دري ژبې ده او پلار مې تر کوم ځایه چې خبر یم هغه هم دري ژبی دی خو زمونږ سره ټول عمر پښتو غږېدلای… هغه په پښتنو میشتو سیمو کې زېږېدلای، شاید همدا علت وي چې زمونږ سره تل پښتو وغږېد. زه ۲۵ کاله عمر لرم، د انجینري پوهنځی مې په دریم کال کې پرېښوده او اوس په کابل کې د اریانا شخصي پوهنتون د طب پوهنځی د پي سي بي محصل یم او کورنۍ مې په هرات کې ده. په دواړو ژبو فارسي ـ دري او پښتو شعر لیکم خو پښتو شاعري مې ډېره ده نظر فارسي ته… ځکه، حتا که د دري ژبو شاعرانو سره هم ناست یم، هغوی راته ویلي چې پښتو غریبه ژبه ده او باید ټول فوکس دې پر پښتو وي. که نه نو دري هم ډېره خوږه ژبه ده او بیا چې مورنۍ شي خو بیخي نو…!» استاذ یې په اړه لیکی: «فرید باراني په دې کم عمر کې د لویو خیالاتو او ژورو مالوماتو درلودونکی و. د یو لوی استاد په څیر، پر داسې موضوعاتو غږیده چې د ډیرو خلکو له سویې او ذهن نه لوړه خبره وه، دا اعلان یې یوه بیلگه ده: دا هم د فرید باراني د پښتو شاعرۍ یوه بیلگه: شمال د باغ له څانگو، څانگو ځنې زما د هیلو تار، تار شوي گریواونونه راوړل بازار زما د افسانو له لاسه خوب نه لري، ته وا د مرگ په دریابونو کې نڅا کومه ته وا ورکیږمه نور ته وا اروا مې نور د باغ له پاڼې، پاڼې تبسم ځنې کیږدۍ ټولوي سږکال پروسږ نه دی، چې لمر د غرونو په کنډو ویده کم، بیرته راشم سږکال پروسږ نه دی، چې مې د کیڼې پوښتۍ درد ارام شي سږکال پروسږ نه دی، چې راسته لاس دې پر تندې راکیږدې، او در ته ووایم چې ښه یمه نور.»