...

محمدیونس خان

رحمت هوتک چې د پټې خزانې د لیکوال (محمد هوتک) تربور دی، وايي: په ۱۱۳۰ هجري کال پېښور ته تللی وم، هلته مې په خیبر کې محمدیونس خان شیوا بیانه شاعر ولیده او د ده اشعار مې واورېدل. محمدیونس په دغه کال یودېرش کلن و او په قوم موسی خیل و، چې پلار یې نورمحمدخان له موسی خېلو څخه د کسې، د بابړو سره راغلی او په خیبر کې اوسېده. محمدیونس په پېښور کې علمونه او کتابونه ولوستل او په هغه وخت چې عبدالرحمان بابا ژوندی و، د هغه شاګرد شو، د شعر دېوان یې جوړ کړ چې ډېر غزل لري او په خیبر کې معروف شو. محمدیونس مهمان دوست او کریم سړی دی، مسافرین یې په خیبر کې پر دېره اوسي او که څوک عالم او شاعر د ده کره ورشي، ډېر قدر یې کا او په عزت داري او مېلمه نوازي کې همت کا. رحمت هوتک حکایت کا: چې محمدیونس په خپله دېره کې ډېر پاتې کړم او هره ورځ یې ما ته ویل چې یوه شپه بله وکړه او بیا لاړ شه. یوه میاشت یې زما عزت وکړ او هره ورځ به یې اشعار ابدار راته ویل، دغه دوه غزلونه رحمت د ده له دېوانه ما ته راوړل چې په دې کتاب کې یې ثبت کاندم. خدای تعالی دې محمدیونس خان ژوندی او معزز ولري. څو و نه ښانده په مینه باندې سر چا کله بیا موند شیرین وصل د دلبر چا که ښایست یې ستا له حسنه روزي نه وي په دا حسن به لیده شمس و قمر چا که پخپله مې خپل مهر رهبر نه وي راکاوه به د دلبر د لور خبر چا که دا ستا د زلفو بوی یې تر مشام شوی دوباره به یادول مښکو عنبر چا په وصال پسې خوناب له سترګو وري په اسانه وصل بیا مونده کمتر چا ښایسته لیلی به نه مومي په کور کې څو جدا لکه مجنون نشي له هر چا جدایي بې حلق ور تریخ لکه ګنډېر کا چې نوشلی د وصال شهد و شکر چا و کرم ته یې کار وسپاره یونسه! مقصود کله دی میندلی په هنر چا *** شیرین یار زما د دواړو سترګو تور دی چې یې تور د سترګو نه وي هغه کور دی په دنیا کې چې بنیاد د اشنایي کا په هغه د جدایۍ پورې پور دی واویلا د عاشقۍ له ډېره سحره لېونی عاشق وېزار له پلار و مور دی که بې درده ثنا نه کا زیان دې کوم دی ستا د حسن خبر تللی لور په لور دی د محنت وری دې دروند ورباندې کېښو خوار عاشق تر درانه بار لاندې نسکور دی باد یې هم د څنګ و ګرد ته نه رسیږي هغه څوک چې ستا د عشق پر براق سپور دی چې د عشق څراغ یې نه وي په ګوګل کې هغه زړه لکه مرده ګوګل یې ګور دی زه یونس چې ستا په مینه کې رسوا شوم اوس په بیار ته جار واته راته پېغور دی *** څو چې نیم لب یې نمک اخیستی نه دی د یونس نمکی اسم پر حرام شه