...

شاه حسین هوتک

شاه حسین هوتک د هوتکي امپراتورۍ وروستی شاه و. نوموړی د میرخان (میرویس نیکه) زوی دی چې په ځواني کې د خپل ورور (محمود) له مړینې وروسته پاچا شو. د پټې خزانې لیکوال لیکي: شاه حسین د ۱۱۱۴ هجري د ربیع الاول په ۲۳مه په کلات کې پیدا شو. هغه وخت چې حاجي میرخان د بیت الله او اصفهان سفر وکړ. شاه حسین کوچنی و او له ملا یارمحمد هوتک څخه یې تر دولس کلنۍ پورې فقه، تفسیر، منطق او د بلاغت کتابونه ولوستل. په کندهار کې یې له پلاره مصالح د امور زده کړل او چې جنت مکان حاجي میرخان په د ۱۱۲۷ هجري د یحجة الحرام په ۲۸مه په کندهار کې وفات شو، پادشاه ظل الله څورلس کلن و او د خپل مشر ورور شاه محمودخان سره و. میرعبدالعزیز چې د حاجي میرخان ورور و، په کندهار کې مشر شو، خو د اولس رعایت یې کم کا، څو چې په ۱۱۲۹ هجري د شپې د نارنج د قصر له بامه راولوېد او مړ شو. د خپل عم تر مرګ وروسته میر محمود په کندهار کې پاچا شو او د سیستان او کرما نپر خوا یې لښکر وکړ. په ۱۱۳۵ هجري چې د اصفهان د ضبط لپاره لاړ، په کندهار کې یې خپل ورور (شاه حسین) پاچا کړ او د کندهار پاچاهي یې تر فراه او غزني پورې هغه ته ورکړه. ټولو غلجو ملکانو، خانانو او مشرانو شاه حسین په خپله پاچاهي ومانه او خطبه او سکه یې په نوم جاري شوه؟ شاه حسین زړور پاچا دی، د رعایا په داد رسي او د دادخواهانو فریاد اوري. د ظالمانو لاس لنډ دی او رعیت ارام دی. د پاچا دربار کې تل عالمان او صالحان لار لري. ملا یارمحمد هوتک چې لوی عالم دی په فقه کې یې مسایل ارکان خمسه کښلی دی. بل لوی عالم چې په دې عصر کې ژوند کوي د کندهار د جامع امام ملا محمدیونس توخي دی چې د ملا محمداکبر زوی دی، د علومو تدریس کوي او جامع فرایض کتاب یې په پښتو کښلی دی. بل عالم جامع الکمال ملا زعفران ترکی دی چې د پاچا کیڼ لاس دی او د محمد چې د پادشاه زوی دی استاذ هم دی. ملا زعفران په حکمت، ریاضي او طب کې استاذ دی او ګلدسته زعفراني یې په حکمت او طب کې کښلی دی. دا کتاب ما هم لیدلی او مطالعه کړی دی. پاچا په جنګ کې میړنی او د ممالکو په نیولو کې ګړندی دی. د غلجو طوایف تر غزني پورې د ده پاچاهي مني او په ابدالیو کې تر سیستانه او هراته حکم کا. په ۱۱۳۸ هجري شاه حسین لښکر وکړ او د بهادرخان په سالاري یې د شال او ږوب ولایت فتح کړ. په ۱۱۳۹ هجري یې په خپله دیره جات فتح کړل او تر ګومله یې ضبط کړل. اوس پر دغو ټولو مځکو د ده سکه جاري او حکم یې ساري دی. پادشاه د کندهار په ارګ کې چې قصر نارنج باله شي، د هفتې یوه ورځ هلته په کتابخانه کې دربار جوړوي، چې مجلس کې یې علماء، فضلاء او شعراء جمع کیږي. زه محمد هوتک د دې کتاب لیکوال هم په دې مجلس کې یم او د پادشاه ظل الله اشعار او ابیات په قلم کاږم او کتاب د دېوان یې مرتب شوی دی. کله په پښتو اشعار وايي او کله فارسي ژبې ته هم میل کا. ملا یار محمد یې په امر له شعره سهوې باسي، چې ډېرې کمې پکې لیدل کیږي، ټول یې په بلاغت او فصاحت قایل دي. وايي چې یوه ورځ په قصر کې مجلس و، ناڅاپه د قاصد د راتلو او له لیرې ځایه د پیغام راوړلو خبر راغی. ملا زعفران دباندې ولاړ و، یوه ګړۍ پس بېرته مجلس ته راغی، د شال او ږوب د فتحې زیری یې وکړ او دا بیتونه یې عرض کړل: د حسین پادشاه د بخت ننداره ګورئ چې یې فتح په لښکرو ږوب و شال کا چې دا زېری یې راوړی دی حضور ته نو زعفران انعام پر سر زعفراني شال کا پاچا ژر زعفراني شال ورکړ او په دغه مجلس یې ټولو حاضرینو ته شالونه وښندل. د شاه حسین اشعار ډېر او ډول ډول دي، خو زه یې دلته یو غزل رانقل کوم چې دا مجموعه د کلام الملوک ملوک الکلام خالي نه وي بېلتانه دې د غمو په چپاو چور کړم په تیارو کې د هجران یې له تا دور کړم بېلتانه دې هسې اوښکې راخپرې کړې ستا د فکر په ګرداب کې تل عبور کړم د فراه پړی مې کښېوت و مرۍ ته په جهان کې یې رسوا لکه منصور کړم په وصال دې هم ناښاد یمه دلبرې! د بېلتون فکر په زړه کې ناصبور کړم د باڼو غشی مې وخوړ په ځګر کې غمازانو په غمزو غمزو مهجور کړم خلق یاد زما، د عشق په لېونو کا زه حسین محبت هسې مشهور کړم