...

ملا باز توخي

د پټې خزانې لیکوال لیکي: ملا باز توخي په اتغر کې اوسي، د شعرونو په صنفونو کې استاذ دی، غزل او رباعي وايي، د شاعرانو انباز دی او زما (محمد هوتک) همراز دی. کله چې کندهار ته راشي، زموږ مجلس پرې تود وي او یاران د ده د طبیعت له لطافته ممنون وي. ملا باز د علومو مبادي لوستي، په فقه کې تیار دی، کله منطق او حکومت لولي او خپلو شاګردانو ته یې درس ورکوی. د ځوانۍ په ابتداء کې هندوستان ته تللی و او له استاذانو یې درس لوستی و. لطیفه کله چې ملا باز له کلاته راغی او په کندهار کې زما مېلمه شو، دستي مې چرګ حلال او طعام تیار کړ.چې دسترخوان راغی، ملا باز دا شعر ووایه: پر کورو یې رمې ګرځی د باز برخه یو چیچی دی د باز ښکار وي د غرڅنو اوس مې بس ها سپینکی وری دی ما ژر هغه سپین وری هم حلال کړ او د میلمه میلمستیا ته مې پوخ کړ. دا بدله د ده له بدلو څخه ده: راسه پر څنګ، راسه لیلی، ته مې نږدې سه له دل یمه زخمي چې مې و نه نجتی په خوږ زړه منګول راسه پر څنګ، راسه لیلی ولې له ما کړې بېلتون؟ دا ستا له غمه مې زړګی دی په سرو وینو ګلګون که هر څو تښتم نه پرېږدي مې ستا د عشق شواخون زه نه خلاصېږم له غمازه په لېږدنه په تلل *** راسه پر څنګ، راسه لیلی، چې دې په زړه کم ملهم دا ستا په عشق کې مې تر شا کا د دنیا واړه غم حساب کتاب مجلس مې واړه کا ستا مینې برهم لار ورته نسته چې دې کېنوم درون په ګوګل *** راسه پر څنګ، راسه لیلی، چې دې په زړه کم پورې کجل درواخله دواړې سترګې به دې زه کم تورې لیدل به ستا د مخ کوم، اندېښنې نه کم نورې په کار مې نه دی ستا بې مخه د جنت زېړی ګل *** راسه پر څنګ، راسه لیلی، چې سره وکړو خواله پر تا مین یم بې له تا مې نسته هیڅ اندېښنه زه د غرو باز وم، تا بندي کړمه قفس کې پر څه؟ یو وار مې خلاص که، چې بیا زده کړم د وزر خپرول