...

شیخ علي سرور

شیخ علي سرور شاهوخېل لودي و، چې د هندوستان په ملتان کې دېره و. خلکو به ترې هر وخت کرامات او خوارق لیدل. په مخزن افغاني کې لیکي: چې شیخ لوی لوی کرامات ښکاره کړل او خلق په وګروهېدل. په تحفه صالح کې یې راوړي چې شیخ به خپلو مریدانو ته هدایت او وعئونه کول، د سوالونو ځوابونه به یې ویل او د تصوف مشکلات به یې حلول. یوه ورځ سوال ترې وشو چې: پس ترا هر لحظه مرګی رجعتی است مصطفی فرمود دنیا ساعتی است څه مقصد لري؟ زموږ مرګ و رجعت کله دایم او مستمر دی؟ که دا مرګ و رجعت دایم او مستمر وي، نو به حیات بعد الممات متعدد شي او د تناسخیانو عقیده به شي. هغه عارف رباني داسې ځواب ورکړه، چې: ذات له بدنه ماسوا دی، ذات دایماً ثابت دی او بدن متحلل دی. هسې وایي چې: انت انت لا ببدنک، فان بدنک فی التحلل ولیس عندک منه خبر فانت و راء هذه الاشیاء. دغه مرګ و رجعت ذاتي نه دی، بلکې بدني دی او هر کله چې سابقه ذراتو تحلل وموند، نو لاحقه ذرات یې پر ځای دریږي او همدغه تجدد دی چې د دنیا عدم تحقق ثابتوي. هغه چې مصطفی علیه السلام وویل: الدنیا ساعة رشتیا کوي. په تحفه صالح کې د عارف رباني علی سرور لودي، اشعار دي چې دا غرل ځنې راخلم: محبت پیاله مې نوش کړه په مجاز کي د حق نور وینم په سترګو د ایاز کي درست وېن راته دریاب شو بې دیدنه دید مې نشي مګر خدای مې سبب ساز کي که زه مړ شم هم له ګوره کړم سر پورته ناګهان چې مې دلبر پورته اواز کي که مې سر غوڅ د رقیب په تېره نېغ سي هم به ځم که دلبر غوښت په مهر و ناز کي زه و یار مداماً ناست و یو له بله پر غماز دې بارې کاڼي د غم ساز کي ګران بېلتون به د هغو مینو وینه چې تل ناست وي په خلوت کې سره ناز کي اې سروره! غمازان شوه بې حسابه پاک الله دې صورت تش بې مغزه بیاز کي