شیخ محمد صالح
ملا الله یار الکوزی په (تحفه صالح) کې کښلي دي، چې: شیخ محمدصالح په قوم الکوزی و. په جلدک کې اوسېده، عابد او عالم و چې وخت یې په تدریس تېراوه او د خلق الله ارشاد یې کاوه. وایي چې یو ځل د کندهار صوبدار (شاه بېګ خان) شیخ محمدصالح وغوښت چې کابل ته لاړ شي، هلته خلقو ته تدریس وکړي. شیخ صالح ورته ولیکل: چې زه د عزت طمع نه لرم، په دنیا پسې تګ نه غواړم، زما داسې مقصد دی چې دنیا ما ته راشي، نه چې زه دنیا پسې ولاړ شم، که زما عزت غواړې ما پرېږده او دنیا پسې مط مه مسافر کوه. چې دغه خې شاه بېګ ته ورسېده، نو ورته ویې لیکل: زما هم ستا عزت مقصود و، نه بې عزتي. وايي چې الله یار د خپل شیخ په اړه د (تحفه صالح) په هوم کتاب وکښه. په هغه کتاب کې یې د خپل شیخ احوال، اشعار او خبرې ځای پرځای کړل. د هغه له غزلونو څخه دوه دا دي: د لیل د مینې فیض هر سبا وړم بېهوده منت به ولې د نور چا وړم؟ چې اشنای د شپې ناڅاپه په لاس کښېوت روښان زړه په ګوګل پت لمر په سما وړم پر دنیا که تجارت څوک د دنیا کي زه د زړه په بازار بار د عشق سودا وړم د لیلی لیدل دې رب په بها، نه کي خزانه که د دې کل جهان په شا وړم که پر تخت مې د سلیمان سپور کړې سړیه! عاقبت خاورو ته ښه عمل پېشوا وړم بې له عشقه خوشحالۍ پر ما حرامه زه صالح که په خوله خوښ په زړه ژړا وړم چې په زړه یې غشي څرخ سي د چشمانو روغ به نه سي په دارو د طبیبانو چې نور تن له رنځه خلاص په زړه رنځور وي دا د زړه دارو جوړ نکړه حکیمانو مګر الله چې حبیب دی هم طبیب دی کار سازي کا د خوارانو رنځورانو هیڅ اثر راباندې نه کاندي عالمه! ښه ویل در و ګوهر د ناصحانو نصیحت زړه غواړي، زړه نسته ګوګل کې زړه مې وړی په منګولو خوبرویانو که صالح غندې د زړه په وینو پایې نور دولت پر دنیا نسته طالبانو