...

شیخ رضي لودي

پټه خزانه لیکي: کامران خان د سدو خان زوی په ښهرصفا کې په ۱۰۳۸ هجري کې یو کتاب ولیکه چې نوم یې (کلید کامراني) و. کلید کامراني د شیخ احمد ابن سعیداللودي له کتابه (اعلام اللوذعی فی اخباراللودی) چې په ۶۸۶ هجري کې لیکل شوی؛ نقلوي، چې: شیخ رضي لودي د شیخ حمید لودي وراره و. شیخ حمید چې په ملتان کې پاچا سو نو هغه یې پښتونخوا ته ولېږه، څو د غرو خلک د اسلام دین ته راوبولي. شیخ رضي دوه کاله د کسې په غرو کې ګرځېده او هلته یې ډېر مخلوق مسلمان کړ. وايي چې: نصر د شیخ حمید زوی په ملتان کې د ملاحده له استازو سره کېناست او له دوی څخه یې د الحاد او اسماعیلي فرقې عقاید زده کړل، د هغوی په عقیده شو او الحاد یې غوره کړ. چې شیخ حمید وفات سو نو نصر یې پر ځای کېناست او د الحاد ترویج یې غوره کړ او قرامطه یې راوستل. شیخ رضي چې سوچه مسلمان و، خپل تربور (نصر) ته یې داسې پاړکی ولیکه او واستوه: د الحاد په لور دې ترپلل ګروه دې زموږ و کوراوه موږ روڼلی په زیارنه تا په تورو توراوه لرغون ولې ګروهېدلې چه دې ګوښی اړاوه هغه ګروه دې اسو آړه کړ چه پلرو دې رڼاوه لودي ستا په نامه سپک سو که هر څو مو درناوه نصره نه مو یې له کهاله لودي نه یې په کاوه زموږ رغا ده ستا له ګروهه دورځلوی په رغاوه د ملتان حاکم نصر لودي د خپل د تره زوى شېخ رضَى لودي د شعر په ځواب کې او د هغه د تسلۍ او غولونې لپاره لاندې شعر ويلى دى: د الحاد په تور تورن سوم زه لرغون خو ملحد نه یم زما دښنه هسې تورا کړې که ملحد یم د دښنه یم له اسلامه نه ترپلمه تو رانو څخه په ترپلمه یم ګروه مې هغه لرغونی دی اوس هم کروړ په لرغونه یم د اسلام پر هسک به ځلم و تورانو ته تیاره یم د لودي زوی سنتي یم د حمید له لوړ کهاله یم توراني دښن چې وايي زه له ګروهه په آړه یم دا يې تور تاسې دروهوی زه مؤمن ستاسې په تله یم د دښنو ویناوې مغږه زه لودي یمه څو زه یم