شیخ تیمن
پټه خزانه د بستان الاولیاء چې بستان بړېڅ لیکلی و، په حواله نقلوي، چې: شیخ تیمن د شیخ کاکړ علیه الرحمه زوی و. دا چې شیخ تیمن دی د غور برې خوا ته لاړ او هلته میشت شو، نو خلک یې اوس اولاد په کاکړو کې نه شمیري. شیخ تیمن زاهد، عابد او ولي و. پټه خزانه نقلوي: کاکړ بابا لا ژوندی و چې تیمن له غوره راغی او په ږوب کې یې کاکړ بابا ولیده. بیا لاړ، په کجران کې واوسېده او د علاء الدین حسین سام په زمانه کې وفات شو. د شعر بېلګه: ګهیځ رڼا د لمر خپره سوه زما پر کور د ویر ناره سوه د بېلتون ورځ توره تیاره سوه ږغ سو ناڅاپه چه بېلتون راغی زړه مې له دې ویرنې شین دی په ژړا ژاړم څه ناورین دی زرغون له اوښو مې سادین دی په نول نولېږم چه تاخون راغی نه به بیایم نه به بیا راسي نه به تیاره شپه زما رڼا سي نه به شهي راته پخلا سي بېلیږي پېر یې اوس دیون راغی د څښتن پار دی هېر مې نه کړې اغلیه مخ چه په یانه کړې اوربل دې پرېښووی وا ته کړې پر ما د بل اور کړوون راغی