ابو محمدهاشم سرواڼی
ابومحمدهاشم د هلمند په سروان کې په ۲۲۳ هجري کال زېږدېدلی او په بست کې یې له علماؤ او فصحاؤ څخه درس لوستی دی. وروسته عراق ته لاړ او هلته یې له سترو عالمانو د عربي بلاغت او اشعار ولوستل. په ۲۹۴هجري کال له عراقه بېرته راغی او درې کاله وروسته په بست کې وفات شو. نقل کا: چې هاشم سرواڼي په عربي، فارسي او پښتو ژبو شعرونه ویل او کله ی ېچې استاذ (ابن خلاد) په سترګو ړوند شو، نو ده به یې خدمت کاوه او د عربو خواږه شعرونه به یې ترې اورېدل. ده د خپل استاذ ډېر شعرونه پشتو ته هم را اړولي دي. ابن خلاد چې یو ظریف او ادیب سړی و، په یوه شعر یې درهم ستایلي دي او ابومحمد هغه شعر داسې په پښتو اړولی دی: شعر ژبه هم ښه وینا کاندي چه یې وینه د خاوند په لاس کې زر او درهمونه ژبور ورله ورځي وینا یې اروي د درهم خاوندان تل وي په ویاړونه که درهم یې ځنې ورک سو، سي نتلی پر نړۍ یې وي په خړو پېژندونه که بډای سوڼي وبولي خلق وايي دا وینا ده رښتاینه له رښتونه که بې وزلی ووايي رښتیا خبره نور ووايي دا خو سوڼی دی تېرونه هو درهم ښندي هر چا له لویه برخه د درهم د خاوند هر ځای پرتمونه درهم ژبه ده که څوک ژبور کیږي ده وسله که څوک په کاندي قتالونه ده د پښتو یو کتاب (د سالو وږمه) هم کښلی و چې د عرپي د اشعارو فصاحت او بلاغت یې په کې بیان کړی و.