...

امیر کروړ سوري

شیخ کټه په خپل کتاب (لرغوني پښتانه) کې له تاریخ سوري څخه چې په بالشتان کې یې موندلی او کتلی و، نقلوي: امیر کروړ د امیر پولاد سوري زوی و چې په ۱۳۹ هجري کال د غور په مندیش کې امیر شو او جهان پهلوان یې باله. وايي چې د غور کوټونه، د بالشتان، خیسار، تمران ماڼۍ او برکوشک یې ټول ونیول او د رسالت له کهوله یې په خلافت کې ډېر کومکونه وکړل. امیر کروړ ډېر غښتلی پهلوان و په یوه تن له سلو جنګیالیو سره جنګېده، ځکه یې کروړ باله چې معنی یې کلک او سخت ده. دی به په دوبي کې (زمینداور) کې و او هلته یې ماڼۍ درلوده، چې کټ مټ د مندېش په شان وه. ده به په زمینداور کې ښکار او عشرت کول. تاریخ سوري وايي: دا امیران له پېړیو راهیسې په غور، بالشتان او بست کې و او ده غه (سور) نومي له اولادې دي چې د سهاک له پښته و. امیر پولاد په هغه دعوت کې شریک و چې ابوالعباس سفاح د بني امیه سره جګړله کړله او ابومسلم یې هم مرستی و. په تاریخ سوري محمد ابن علي البستي داسې کښلي دي: چې د عباسي دعوت په جنګونو کې چې امیر کروړ ډېرې سوبې وکړلې نو یې دا بیتونه وویل چې ویاړنه یې بولي. دا بیتونه شیخ کټه علیه الرحمه له تاریخ سوري رانقل کړي دی: وياړنه زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته بل په زابل نسته له ما اتل نسته *** غشی د من مې ځي، برېښنا پر میرڅمنو باندې په ژوبله یو نم یرغالم پر تښتېدونو باندې په ماتېدونو باندې له ما اتل نسته *** زما د بریو پر خول تاوېږې هسک په منځ او په ویاړ د اس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لتاړ کړم ایوادونه اوجاړ له ما اتل نسته *** زما د تورې تر شپول لاندې دي هرات و جروم غرج و بامیان و تخار بولي نوم زما په اودوم زه پېژندو یم په روم له ما اتل نسته *** پر مرو زما غشی لوني ډاري دښن راڅخه د هریوا لرود پر څنډو ځم تښتي پلن راڅخه رپي زړن راڅخه له ما اتل نسته *** د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه په باداري مې لوړاوی د کول د سور وکړه ستر مې تربور وکړه له ما اتل نسته *** خپلو وګړو لره لور پېرزوینه کوم دوی په ډاډینه ښه بامم ښه یې روزنه کوم تل یې ودنه کوم له ما اتل نسته *** پر لویو غرو مې وینا درومي نه په ځنډو په ټال نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دریځ ستایوال په ورځو، شپو، میاشتو، کال له ما اتل نسته *** شېخ کټه عليه الرحمة له تاريخ سوري نقل کا چې: امير کروړ عادل او ظابط او د ښې وينا خاوند و، ده به هر کله شعرونه ويل، په کال ۱۵۴ هجري د پوشنج په جنگو کې مړ شو، او تر ده وروسته يې زوی امير ناصر ايوادونه (هېوادونه) ضبط کړل، او د غور او سور او بست او زمينداور پر مځکو خاوند شو»