...

شیخ خرښبون

د پښتون بابا د کسی د عبدالرشید لمسی و. خدای تعالی ښکاره کمالات او کرامات ورکړي و. د خدای په عبادت به بوخت و. نقل کا، چې د پلار په ژوند کې لا رخصت شو او د خپلو اولادونو سره له کسې څخه غوړې مرغې ته راغی. کله به د غنډان غره ته لاړ او هلته به یې خدای تعالی ستایه او نمانځه. په کال کې به یې یو وار د خپل تره بېټني نیکه لیدنه کوله او پس له وفاته یې هم زیارت ته ورتلی. خرښبون بابا د شېخ اسماعیل سره چې د بېټني نیکه زوی و، لوی سو او هغه وخت چې خرښبون د کسې له غره غنډان ته راتلی نو اسماعیل بابا په ده پسې ډېر وژړل. هسې وايي: چې یو وخت خرښبون بابا او اسماعیل د سړبن او بېټني نیکه په مخکې ناست و، د دوی کور د کسې پر غره و، نو خرښبون د پلار او تره له خوا په تګ او رخصت مأذون شو. اسماعیل نیکه داسې نارې پسې وکړې: نارې که یون دی یون دی مخکې بېلتون دی له کسې غره څخه ځي خرښبون دی که وروره، وروره! خرښبون وروره! ته چه بېلتون کړې زما ویر ته ګوره چه ځې مرغې له، تورې کرغې له همزولی پاته، ځې څه برغې له؟ د خدای دپاره، خرښبون یاره! چه هېر مو نکړې، زموږ کهول واړه زړه مې رپیږي، یار مې بېلیږي بېلتون یې اور دی، ځان په سوځېږي اسماعیل بابا داسې غبرګون وکړ: بېلتانه نازه مې وسوه په کور باندې نه پوهېږم چه به څه وي پېښ په وړاندې؟ له خپلوانو به بېلېږم په سرو سترګو دواړه سترګې مې په وینو دي ژړاندې *** اسماعیله ستا نارو مې زړګی سرې کی بېلتانه خرښبون بیا له تا پردی کئ نه هېرېږې، که مې بیا نه ستا یادی کی په چړو د ویر به پرې سي د زړه مراندې *** ځمه ځمه چه اوږد یون مې دی و مخ ته دیانه څوری به اچوم و ترخ ته ستاسې یاد به مې وي بس د زړه و سخ ته که دا مځکه غرونه ټول سي لاندې باندې *** وايي چې خرښبون بابا لاړ، په مرغه کې مېشت شو او هلته په ۴۱۱ هجري کې وفات شو. وروسته یې زامن هم په غوړه مرغه کې اوسېدل. د کاسي اولاد بیار ته ولاړه او د کسې غره او پښين په لتو کې مېشت شول او د کند او زمند اولادونه د ننګرهار، خیبر او پېښور لتې ونیولې.