...

شیخ متي

شیخ متي د شیخ عباس زوی و. شیخ عباس د عمر، عمر د خلیل، خلیل د غوریا، غوریا د کند او کند د خرښبون زوی و، چې د سړبني رحمه الله له زامنو څخه و. د خرښبون علیه الرحمه له مرګ وروسته یې اولاد په ارغسان، مرغه او پښین کې سره خپاره سول. ځینې ولاړل د ږوب او کوږ غرو ته. امران او حسن د شیخ متي وروڼه هغو غرو کې اوسېدل چې وروسته د مشر ورور په نوم مشهور شول. خواجه امران غر او بي بي خالا د دوی خور په پښين کې وو، چې هلته یې زیارت دی او یو بل ورور یې په ګرمام کې ښخ دی. شیخ متي په ۶۲۳ هجري سنه کې زېږېدلی او د پنځه شپېتو کلونو په عمر د ترنک په غاړه وفات شو او په هغه غونډۍ لوړ ښخ دی چې کلات بلل کیږي. وایي چې هغه غونډۍ باندې هیڅ اوبه نه وې او ډله ډله پښتانه چې د ده زیارت ته به ورتلل د ترنک له روده یې اوبه ورسره وړلې. یوه ورځ شیخ محمد زهر (د ده مشر زوی) په زیارت کې دننه ډېر تږی و، که ګوري چې د متي بابا له قبره سره نیږدي اوبه راوبهېدې او یوه چینه پیدا شوه. دا اوبه تر اوسه بهیږي او زایرین یې څښي. شېخ متي بابا لوی زاهد، عابد او پر خاوند مین سړی و. د ده اولاد لاړل او په پېښور او بدنی کې میشت شول. هلته له دوی څخه لوی لوی ستانه راووتل. شیخ زهر د شیخ امران څخه روایت کوي چې: شیخ متي بابا لوی عالم او د دین مرشد و. په غنډان کې یې یو کتاب ولیکه چې نوم یې (د خدای مینه) و. په دغه کتاب کې متي بابا خپل شعرونه هم وکښل او داسې مناجاتونه یې وویل چې زړونه یې ویلې کول. دغه یو شعر ما له خپله پلاره اورېدلی و: په لویو غرو، هم په دښتو کې په لوی سهار، په نیمو شپو کې په غړه ږغ او په شپېلکو کې یا د ویرژلو په شپېلو کې ټول ستا د یاد، نارې سورې دي دا ستا د مینې نندارې دي جنډی زرغون که په بېدیا دی د بربڼ خوا ته په خندا دی ترنک چه خړ دی په ژړا دی دا ټول اغېز د مینې ستا دی ټوله ښکلل دی ستا له لاسه اې د پاسوالو پاسه پاسه که لمر روښانه مخ یې سپین دی یا د سپوږمیه تندی ورین دی که غر دی ښکلی پرتمین دی لکه هنداره مخ د سین دی ستا د ښکلا دا پلوشه ده دا یې یو سپکه ننداره ده دلته لوی غرونه زرغونیږي د ژوند وږمې پکې چلیږی بوراوې شاوخوا کړیږي سترګې لیدو ته یې هیښیږي لویه خاونده ټوله ته یې تل د نړۍ په ښکلېده یې خاونده! ښکلی ستا جمال دی ښکاره یې لور په لور کمال دی که ورځ، که شپه، که پېړۍ کال دی ستا د قدرت کمکی مثال دی ستا د لورونو یو رڼا ده دلته چه جوړه تماشا ده زړه مې دا ستا د مینې کور دی سوی د عشق په سوځند اور دی رپ یې و تا ته ستا پر لور دی بېله دې هیڅ دی ورک یې پلور دی ستا د جمال په لیدو ښاد دی که نه وي دغه، نور برباد دی په غرو کې ستا د عشق شپېلکی دی د دې نړۍ په عشق سمی دی که غټ که ووړ، که پنډ، نری دی ستا د جمال ځری هر شی دی چه پر دنیا مې سترګې پرې سوې ستا د جمال په نندارې سوې نه هسک نه مځکه وه تورتم و تیاره خپره وه، ټول عدم و نه دا ابلیس نه یې ادم و ستا د جمال سوچه پرتم و چه سو ښکاره ښکلې دنیا سوه د پنځ پر لوري یې رڼا سوه زه چه څرګند پر دې دنیا سوم د ښکلي مخ په تماشا سوم ستا پر جمال باندې شیدا سوم له خپلې سټې را جلا سوم په ژړا ژاړم، چه بېلتون دی یمه پردېسی بل مې تون دی وګړیو ولې متي ژاړي؟ سورې یې اوری غاړې غاړې څه غواړي، څه وايي، څه باړي خپل تون او کور و کلی غواړي چوڼی چه بېل سي، نیمه خوا سي تل یې د بڼ په لور ژړا سي نقل کا چې د شیخ متي کتاب به تل د ده پر هدیره پروت و او وګړو به هغه پاړکي غږول، هر چا به چې ویل نو به یې ژړل. هغه وخت چې مغول راغلل، کتاب یې له ځانه سره واخیست او بیا څرګند نشو.