...

شیخ ملکیار

د بابا هوتک مشر زوی و، له هغه وروسته د قوم د مشرتابه پګړۍ ور په سر شوه. په دې وخت کې ۲۵ کلن و. ویل کیږي چې شیخ ملکیار ډېر غښتلی او قوي سړی و. په جنګونو کې به له لسو تنو سره بډ و. په خپله مشري کې یې خپلوان راټول کړل، کارېزونه یې وکښل او زلمیان یې په کرنې وګمارل. مغلو ته دې چارو خوند ورنکړ او په سیوری یې یرغل وکړ. ملکیار ورسره زړه‏ور وجنګېده، خو د پښتنو کورونه یې له نړېدو ونشوای ژغورلی. پښتانه مرغې، ږوب وازی‏خوا ته لاړل. هلته سره راټول شول او ګډ بېرته سیوری ته راغلل. مغل یې وشړل او خپله سیمه یې اباده کړه. کله چې د ۷۴۹م هجري کال په پسرلي کې ترنک سیند ډېر ډک شو، ملکیار بابا یې څنډو ته ورغی او دا سندره یې وویله: ترنک بهیږي ترنک بهیږي غاړې تر غاړې زما زړګی خو خپل لالی غواړي *** که روده روده د ترنک روده خاوند دې وچ کا چه زړګی مومي زما خپله سوده *** که نیز دی نیز دی نیز دی بېلتون دی زړه نیزه وړی په ویر ژړلی په غم زبون دی *** که اور دی اور دی په زړه مې اور دی دا اور به وچ کا د ویر نیزونه بل ډېر په زور دی *** نمځنه یوسه سپینې سپوږمیه ورته ووایه چه ترنک ټال کړم ستا له خولګیه *** که خړو خړو اوبو سوان کړئ بېل ملکیا دی پاته له یار دی سوب یې جانان کړئ *** پټه خزانه نقلوي: یوه ورځ ملکیار بابا د خپل تره توخي کور ته ولاړ او د خپل تره زوی نوربابا یې ولیده چې غشي تېروي. ترې ویې پوښتل: تربوره! څه کړې؟ هغه ځواب روکړ: د مغولو په جګړو کې ستا ملاتړی یم. ملکیار بابا دعا ورته وکړه چې: تربوره! تل سوبمن اوسې! وايي چې هر وخت به نوربابا په جګړه کې بری مونده او ماته یې د هیچا په یاد نه ده. وايي چې یوه ورځ مغولو په سیوری تاړاک راوړ، هغه وخت د ملکیار بابا په کلا کې له ښځمنو پرته هیڅوک نه و. نوربابا چې خبر سو، په تنها ځان ورغی او مغولو سره وجنګېده. دا ټول د ملکیار بابا د دعا برکت و.