...

رحمان بابا

پېژندنه: عبدالرحمن بابا يا ځينې پښتانه ورته (رحمن بابا) هم وايي په قوم مومند د عبدالستار زوى او په (١٠٤٢هـ) کال دپېښور په بهادر کلي، چې د پېښور څخه درې ميله لېرې په جنوبي اړخ کې پروت کلی دی ، زېږېدلى او دلته د بابا ځای د هزارخانې په نامه ياديږي .نوموړي د هغه وخت دمروجو علومو څخه(فقه او تصوف)د ملا محمد يوسف يوسف زي څخه زده کړل او نور علوم يې په هند کې تر سره کړي دي؛ لوی او ستر عالم او بزرګ شو . بېرته خپل وطن ته راغلی دی او د لويو او وړو عقيده پرې راغله . که څه هم نوموړی په قوم مومند ياد شوی ، خو داسې ستر اشخاص بيا د نړۍ سرمايه ده او نړيوال هم پرې وياړي ،نو د مومند لقب دده له نامه سره کوچنی ښکاري . ښاغلي عبدالرووف بېنوا (چې په هغه وخت کې د پښتو ټولنې مشر و) د رحمن بابا ديوان په مقدمه کې داسې ليکلي دي : ((رحمان بابا د په (۱۰۴۲هـ) کال د پښتونخوا د پېښور په علاقه کې په بهادر کلي کې زېږېدلی دی او دپلار نوم يې عبدالستار و . که څه هم دی مومند دی مګر درحمان بابا مقام له دې نه اوچت دی ، چې د کومې خاصې قبيلې يا کوم خاص ټبر ته منسوب شي. ځکه چې لوی او حقيقي شاعران بين الانساني شخصيتونه لري .رحمان بابا هم دټولو انسانانو دی او بيا په خاص طور د ټولو پښتنو بابا دی . دی په خپله هم ځآن کومې قبيلې ته نه منسوبوي . وايي: زه عاشق يم سرو کار مې دی له عشقه نه خليل ، نه داوود زی يم ، نه مومند شاعري: رحمان بابا د پښتو د ګوتو په شمار مشهورو کلاسیکو شاعرانو څخه دی، که څه هم یو عرفاني شاعر ګڼل کیږي خو عام و خاص یې له شاعري خوند اخلي، حتی فالونه پرې ګوري. عبدالرحمن بابا نږدې په ۱۰۵۴ هجري يا ۱۰۵۵ هجري کې د پېښور نه کوهاټ ته ولاړ او هلته يې ۲۳ کاله عمر تېر کړ. هغه په خصوصي توگه ۹ کاله عمر په ځنگل خېل نومي کلي کې تېر کړ او ۱۵ کاله يې په شېرکوټ نومي کلي کې تېر کړ. دلته يې د حاجي بهادرخان عبدالله کوهاټي نقشبندي نه درس زده کړ او په کوهاټ کې د دين يو پوخ عالم ترې جوړ شو. پر رحمان بابا همدغلته د خدای پاک رحمت وشو، شاعري يې پيل کړه او يو داسې لوی شاعر ترې جوړ شو چې نن ورڅ يې نه يوازې په تاريخي افغانستان کې ټول پښتانه، بلکې په بهرنۍ نړۍ کې په پښتو ژبه پوهېدونکي ناپښتانه يې هم پېژني. هم نغمې کاندي هم رقص او هم خاندي د رحمن په شعر ترکئ د باگرام کوم وخت یې چېد شعر او شاعرۍ بحر په مستۍ راغی نو ددې کلانه يې هزار خانې ته کوچ وکړ او هلته دېره شو . په دې کلي کې به دی تل ديوې ونې لاندې ناست و او په پښتو ژبه به يې خواږه خواږه اشعار ويل . عبدالرحمن بابا د شعر او شاعرۍ سره خورا ډېره مينه درلوده او په خپل ژوند يې خپل ديوان جوړ کړی دی . دی په خپل ديوان شکر ګذار دی او پرې وياړي . دی وايي : زه رحمان په خپل اشعار شکر ګذار يم چې دا هسې رنګ ديوان مې دی موندلی مړینه: که څه هم د عبدالرحمن بابا د مړينې پوره ټاکلې نېټه نه ده ښکاره شوې . د پوهاند زېورپه اثر (( د پښتو ادبياتو تاريخ منځنۍ دوره )) او د بېنوا صيب له خوا د عبدالرحمن بابا په ديوان ليکلې سريزه کې د ده دمړينې نېټه په (۱۰۱۸هـ) کال ښودل شوې ده . دوست محمد کامل د پادري هيوز په حواله په خپل کتاب ((رحمان بابا)) کې ليکلي دي ،چې رحمان بابا تر (۱۱۲۴هـ) پورې ژوندی و ،ځکه چې هغه په خپل ديوان کې د جلال او جمال خان د مړينې پېښه بيان کړې ده او دغه پېښه په (۱۱۲۳هـ) کې پېښه شوې ده . ښاغلي سرڅېړونکي محی الدين هاشمي د عبدالرحمن بابا د زېږېدو نېټه (۱۰۴۲هـ) او د مړينې نېټه (۱۱۲۸هـ) ښودلې ده. د ((پښتو شعرسبکونه )) اثر کې راغلي چې ((د پښتو دغه عظيم انسان دوست شاعر په ۱۱۲۸ هـ ق کال له دنيا څخه سترګې پټې کړې او د پېښور د هزارخانې په هديره کې خاورو ته وسپارل شو)) . يعنې د (۱۰۴۲ــ۱۱۲۸هـ) نېټه .د پښتنو دغه ستر او صوفي شاعر خپلې وروستۍ سلګۍ په (١١٢٨ هـ) کال د هزارخانې په کلي کې وکړې او د تل له پاره يې سترګې له دې فاني نړۍ پټې کړې .بيا د همدې کلي په مړستون کې خاورو ته وسپارل شو .